د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو، افغان ځواکونو او طالبانو ننګرهار کې داعش ډله ځپلې ـ خلیلزاد


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د ناټو، افغان ځواکونو او طالبانو د عملیاتو له امله داعش ډلې په ننګرهار ولایت کې ګڼې سیمې له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر پر ۴مه«لېندۍ۱۳مه» په یاد ولایت کې د داعش ډلې پر ضد وروستي عملیات ریښتینی پرمختګ بللی دی.

نوموړي په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"په ننګرهار کې وروستی کمپاین، یوه بېلګه ده. د متحدو ایالتونو ائتلاف او افغان امنیتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغیزمنو عملیاتو له کبله داعش-خراسان سیمې او جنګیالي وبایلل. سلګونه تسلیم شول. داعش-خراسان محو شوی نه‌دی، خو دا رښتینی پرمختګ دی."

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې افغانستان ته د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر نا اعلان شوي سفر وروسته کړي، چې ویلي و، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت تېره میاشت د ننګرهار ولایت په اچین او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د داعش ډلې پر ضد د پراخو عملیاتو د پيلېدو خبر ورکړ، چې اوس هم روان دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د یادو عملیاتو له پیل څخه بیا تر دا مهاله سلګونه داعش جنګیالي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

ولسمشر غني هم د تېرې لړم میاشتې پر ۲۸مه په همدې مناسبت ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د قومي مشرانو غونډې ته وویل، چې افغان ځواکونو او پاڅونوالو په ګډه په غه ولایت کې د داعش ډله ختمه کړې ده.

ښاغلي غني وویل، هغه څه چې په لویو بمونو او هوايي حملو ونه شول، خو د ننګرهار خلکو له امنیتي ځواکونو سره په اتفاق دغه ډله وځپله.

XS
SM
MD
LG