د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: ناټو دې د ملکيانو د تلفاتو په اړه بشپړ تحقیقات وکړي


د بشر د حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ ( جولایي ٩) ویلي چې ناټو دې په افغانستان کې د غیرقانوني هوایي بریدنو په اړه بشپړ تحقیقات وکړي. دغه کولی شي په افغانستان کې د ملکیانو د تلفاتو شمیر زیات کړي.

د بشر د حقونو د څار ډلې د ناټو د غړي ملکونو نه غوښتي چې په بروکسل کې د جولایي د ١٠ او ١١ نیټې په غونډې کې دې د هغه هوایي بریدونو په اړه د بیطرفه تحقیقاتو غوښتنه وکړي چې ملکیان پکې وژل کیږي.

د بشر د څار ډلې د ناټو د غړیو ملکونو نه دا هم غوښتي چې د افغانستان په حکومت د خپلو عسکرو د جنگ د قوانینو نه د سرغړونو په اړه اقدامات وکړي او مسول کسان د قانون منگولو ته وسپاري.

د ناټو د غړیو ملکونو د ٢٠١٦ کال په غونډه کې د ملکیانو د خونديتوب لپاره نوي اصول وړاندې شوې و خو د بشر د حقونو د څار ډلې یو تحقیق ښیي چې په هوایي بریدونو کې د وژل شوو ملکیانو په اړه چې امریکا کوم تحقیقات کوی، په هغې کې د وژل، ځبل شوو د کورنیو نه نیغ په نیغه ډیر کم معلومات اخیستل کیږي.

د بشر د حقونو د څار ډله د افغانستان په حکومت دا تور لگوي چې تروسه پورې یې د ملکیانو د تلفاتو د معلومولو لپاره امکانات ندې برابر کړي.

د یوناما یو رپورټ چې د ٢٠١٨ کال د اپریل په ٢ نیټه یې خپور کړ، وایي چې د افغان ځواکونو په کندوز په یوه مدرسه په هوایي برید کې ٣٠ ماشومان وژل شوې و چې دا د افغانستان د حکومت د ملکیانو د تلفاتو په اړه بی غوري ښیي.

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د جنگ د قوانینو په اساس په جنگ کې ښکیلې ټولې خواوې باید د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG