د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مرستیال: ناټو حق لري ختیځي اروپا کې ځواکونه ځای پر ځای کړي


د ناټو د عمومي منشي مرستیال مرچیا جیوانا وایي دا سازمان نور خپلو پخوانیو ژمنو ته محدود ندی چې په ختیځې اروپا کې به ځواکونه نه ځای پر ځای کوي.

ښاغلي جیوانا یکشنبه مې ۲۹ (غبرګولي۸) د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې پخپله روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین په یرغل کولو سره د ناټو – روسیې د تاسیس قانون د هر ډول محتوا له کبله باطل کړ.

د "دوه اړخیزو اړیکو، همکارۍ او امنیت قانون" هدف چې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې لاسلیک شوی، د ناټو او روسیې تر منځ د اړیکو احیا کول دي. پدې قانون کې دواړو خواوو (روسیې او ناټو) موافقه کړې وه چې د مرکزي او ختیځي اروپا په ګډون به په ټولې اروپا کې ځواکونه په احتمالي توګه د ګواښنې لپاره نه ځای پر ځای کوي.
د ناټو مرستیال پدې مرکې کې په اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې سره وویل، " هغوي پریکړې وکړلې. هغوي ژمنې کړې وې چې په ګاونډیو به یرغل نکوي خو دا کار یې وکړ. او دا چې د ناټو سره په منظمه توګه سلا مشورې کوي چې نه یې کوي".

د شمالي اتلانتیک د تړون دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې روسیه د دې قانون د شرایطو څخه چې په ۱۹۹۷ کال کې لاسلیک شوی، لیرې شویده. هغه وویل "فکر کوم په حقیقت کې د تاسیس قانون په اساسي توګه د روسیې له کبله نور له کاره لویدلی" .

ښاغلي جیوانا وویل چې د ناټو د پنځمې مادې له مخې په ختیځې اروپا کې د سر تیرو د ځای پر ځای کولو لپاره دا سازمان نور محدود ندی پاتې تر څو دا یقیني کړي چې د ناټو د خاورې ټوله برخه خوندي وي.

د ناټو پنځمه ماده د ټولیز خوندیتوب په هکله ده او وایي که د دې سازمان په یو غړي هیواد برید وشي داسې ده لکه په ټولې ناټو چې برید شوی وي.


XS
SM
MD
LG