د لاس رسي وړ اتصالات

نیکولس د ناتو د نوي ملکي استازي په توګه کار پیل کړ


د ناتو د ملکي استازي په توګه د ټاکلو وړاندې ښاغلي کی د په کابل کې د برتانیا د سفیر په توګه کار کوه.
د ناتو د ملکي استازي په توګه د ټاکلو وړاندې ښاغلي کی د په کابل کې د برتانیا د سفیر په توګه کار کوه.

په کابل کې د ناتو د ملکي استازي دفتر وايي، چې افغانستان لپاره د شمالي اتلانتیک د ټولنې " ناتو" نوی ملکي استازی سرنیکولس کی نن د سه شنبې په ورځ ( کب ۱۴ مه) کابل ته رار سیدلی او په کار یې پیل کړی دی.

ښاغلي کی، چې دمخه په کابل کې د برتانیا د سفیر په توګه يې دنده ترسره کوله، د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له خوا د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ په ۱۴ مه د کورنلیوس زيمرمن پر ځای د دغې ټولنې د ملکي استازي په توګه ټاکل شوی وو.

کورنلیوس زیمرمن، خپل دوه کلن ماموریت تیره میاشت بشپړ کړ.

د ناتو ملکي استازي دفتر د نیکولس کی د ماموریت د پیل په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي کی، کابل ته د روانیدو وړاندې د خپل نوي ماموریت په اړه ویلي" زه په رښتیا دې ته لیواله یم، چې کابل ته ستون شم او په افغانستان کې د سولې په لټه کې خپل فعال رول ولوبوم. افغانان هیله لري، چې ۲۰۱۹ میلادي کال به د سولې کال وي او څومره، چې د ناتو په وس پوره وي په افغانستان کې به د سولې له هڅو ملاتړ وکړي".

د دغې اعلامیې له مخې سر نیکولس کی به په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت سره له نږدې کار وکړي او دغه ماموریت ته به په افغانستان کې افغان ادارو سره د اړیکو په اړه لازمې مشورې برابرې کړي.

اعلامیه وایي " همدارنګه به هغه د نړیوالې ټولنې، د افغانستان د مدني ټولنې او د غیر حکومتي بنسټونو له استازو سره د همغږۍ په برخه کې بوخت پاتې شي".

د ناټو مخکینی ځانګړی استازی کارنليوس زيمرمن یو لوړ پوړی جرمني دیپومات وو، چې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې یې خپل ماموریت پیل کړی وو.

د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې شاوخوا ۱۷ زره بهرني سرتیري، چې۸۴۰۰ زره یې امریکایان دي په دنده بوخت دي.

د یو کم شمیر امریکايي سرتیرو پرته چې افغان ځواکونو سره د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې په جګړه کې ونډه لري، نور بهرني سرتیري افغان ځواکونو ته د مشورې او روزنې په ماموریت بوخت دي.

ناټو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغو ځواکونو د پوځي قومندان ترڅنګ، چې اوس مهال جنرال سکاټ ملر یې مشري کوي، یو لوړپوړې ملکي استازي هم لري، چې د ناټو د غړو هیوادونو له لوړ پوړو دیپلوماتانو څخه د دوو کلونو لپاره دغه ماموریت لپاره غوره کیږي.

XS
SM
MD
LG