د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د دوو نوو قوماندانیو د جوړولو پلان منظور کړی


د ناټو د دفاع وزیرانو د دوو نوو قوماندانیو د جوړولو پلان منظور کړیدی. ناټو وایي دا کار یې پدې خاطر کړیدی چې د روسیې د تیري کونکو اقداماتو په وجه ورسره اندیښنې پیدا شویدي.

دا لومړنی ځل دی چې ناټو د سړې جگړې نه وروسته د خپلو عملیاتو ساحه پراخوي.

د ناټو د دفاع وزیرانو پرون ( نومبر اتمه) په بروکسل کې د غونډې نه وروسته موافقه کړیده چې یوه قومانداني به د اټلانټیک په سمندر کې د هغو عسکرو او د پوځي تجهیزاتو د حفاظت لپاره جوړه کړي چې د امریکا نه نورو ملکونو ته انتقالیږي او بله به په اروپا کې د عسکرو د لوژیستیکي فعالیتونو د څارنې لپاره جوړه شي.

د ناټو عمومي منشي سټولنبرگ د دغې غونډې نه وروسته ویلي چې د قوماندانیو جوړول د دی لپاره ضروري دي چې دا یقیني شي چې مونږ په مناسب ځاې کې مناسبه قوه لرو.

XS
SM
MD
LG