د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: تمه لرو روسیه او ایران د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي


د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټبرګ وايي، دوی «د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره» د افغانانو په مشرۍ د سیاسي توافق او سولې پر پروسې باور لري، خو وايي، د سیمې هېوادونو په ګډون له روسیې او ایران څخه هم تمه لري چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي‌ سټولټنبرګ چې د سې شنبې په ورځ د« لېندۍ پر ۱۳مه» یې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه خبرې کولې خبریالانو ته وویل چې ناټو او غړي هېوادونه یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه چې ناټو له افغان سرتېرو سره د ښوونو، مشورو او مرستې له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې لپاره «یو سیاسي حل لاره» پیدا کړي.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

هغه زیاته کړه:

"موږ طالبانو ته واضح پیغام لېږو، چې هغوی به په جګړه کې هېڅ کله هم بریالي نشي، نو باید د سولې په اړه د خبرو اترو مېز ته کېني، او د سولې د واقعي مذاکراتو له لارې له دولت سره یو ځای شي، موږ د روسیې او ایران په ګډون له ټولو سیمه ییزو قوتونو څخه تمه لرو چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپل اغېز لرونکی رول ادا کړي."

نوموړي له طالبانو سره د سولې په اړه د ناټو د سرو کرښو په اړه د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې، «د سرو کرښو رسمول» د ناټو مسؤلیت نه بلکې دا د هغو کسانو کار دی چې د هغه پر وینا د سولې خبرې پر مخ بیايي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د شوو پرمختګونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو او خلکو شموله ستاینه کوي او وايي په افغانستان کې له ډموکراټیک بهیر څخه ملاتړ ته به دوام ورکړي.

نوموړي تېره ورځ هم د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د اجنډا په ناسته کې خبریالانو وویل چې ناټو د افغانانو د امنیت او ساتنې په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږي او نه غواړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د تروریستانو په خوندي ځای بدل شي.

د بجلیم مرکز بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د سې شنې په ورځ «د لېندۍ پر ۱۳مه» پیل شوه.

ټاکل شوې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې پر موجوده ستونزو باندې هم خبرې وشي.

ناټو وايي له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
ناټو وايي له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

د ناټو مطبوعاتي دفتر ویلي چې ددغه سازمان غړو په افغانستان کې زیات تلفات زغملي او وايي هېڅ کله اجازه نه ورکوي چې افغانستان د تروریستانو په امن ځای بدل شي.

په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ګدون کوي.

XS
SM
MD
LG