د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو : روسیه د متحدینو امنیت ته تر ټولو ‘ مستقیم ګواښ ‘ دی


د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د غړیو هیوادونو مشرانو درې ورځنۍ غونډه جمعه جولای ۱۲ ( چنګاښ ۲۲) د ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیده.

د ناټو مشرانو د دې تړون ۷۵ یمه کالیزه ولمانځله، د اوکراین سره د اوږده مهال نظامي ملاتړ او په راتلونکې کې دې تړون کې د غړیتوب ورکولو ژمنې وکړلې او په چین، ایران او شمالي کوریا یې انتقادونه وکړل چې په اوکراین یرغل کې د روسیې سره مرسته کوي.

د غړیو هیوادونو په وروستۍ ګډې اعلامیې کې متحدینو ویلي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د اروپا – اتلانتیک په سیمې کې سوله او ثبات ګډوډ شویدي او نړیوال امنیت یې هم په "جدي توګه" کمزوری کړیدی.

په اعلامیې کې همدارنګه روسیه د ناټو متحدینو امنیت ته تر ټولو "مستقیم او د پام وړ" ګواښ وبلل شوه او دا ژمنه هم وشوه چې د اوکراین سره به ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو د روسیې یرغل په مقابل کې برلاسی شي.

د ناټو متحدینو د اوکراین سره د اوږد مهالو امنیتي مرستو ژمنه وکړله او د دې هیواد لپاره د نظامي مرستو او روزنو د چارو همغږۍ کولو لپاره یې د اوکراین ناټو امنیتي همکارۍ او روزنې تر نامه لاندې د نوې قوماندانۍ جوړولو ژمنه هم وکړله.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ تیره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دې قوماندانۍ مرکز به د جرمني وایسبادان په ښار کې وي او متحدین به وکړی شي د همدې قوماندانۍ د لارې د اوکراین جګړې لپاره د وسایلو او روزنې چارې همغږې کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ همدرانګه وویل چې متحدینو هر کال د اوکراین سره د ۴۳ ملیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړله او دا اعلان یې هم وکړل چې د هوایي دفاع وسلو په ګډون به متحدین د اوکراین سره تازه نظامي مرستې هم وکړي.

د ناټو متحدینو په وروستۍ اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې ایران او شمالي کوریا روسیې ته په مستقیمه توګه د مهماتو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو په ورکولو سره په اوکراین کې په جګړې کې مرسته کوي.

دوي همدارنګه ویلي چین په اوکراین کې د روسیې د جګړې "قاطع امکانات برابرونکی" دی. دوي ویلي سره لدې چې چین په مستقیمه توګه روسیې ته پدې جګړې کې وسلې نه ورکوي خو د وسلو پرزې، وسایل او خام مواد ورته ورکوي چې د روسیې د دفاعي سکتور کې لپاره مهم نقش لري.

په اعلامیې کې له بیجنګ غوښتل شوي چې دا مرستې بندې کړي او تر څنګ یې دا هم ویل شوي چې د چین دا کار د دې هیواد په ګټو او شهرت منفي اغیز کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG