د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د ناټو غړي اوکراین ته د وسلو په ورکولو سره جګړه کې ګډون لري 


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو غړي هیوادونه پدې تورن کړل چې کیف ته د وسلو په ورکولو سره د اوکراین په شخړه کې برخه اخلي او زیاته کړې یې ده چې لویدیځ د روسیې د ماتولو پلان لري.

پوتین له روسیه-۱ تلویزیوني چینل سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب اوومه) خپره شوه ویلي «هغوی اوکراین ته په میلیاردونو ډالر وسلې لېږي. دا په حقیقت کې [جګړه کې] ګډون دی.»

پوتین وویل: "دا پدې معنی دي چې دوی که په غیر مستقیم ډول هم وي په هغه جرمونو کې برخه اخلي چې د کیف رژیم لخوا ترسره کیږي."

روسیې یو کال وړاندې خپل پوځي یرغل پیل کړ او د اوکراین پر خاوره یې برید وکړ چې تر اوسه یې د دغه هېواد درې سیمې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، چې غربي هېوادونه یې غیر قانوني بولي.

خو د روسيې ولسمشر وايي، چې د لوېديځو هېوادونو يواځنۍ موخه د روسيې فدراسيون ماتول دي او "یوازې د ټوټه ټوټه کیدو په صورت کې به دوی موږ په اصطلاح د متمدنو خلکو په نوم په کورنۍ کې ومني."

پوتین دا څرګندونې پر اوکراین د روسیې د یرغل د یو کال د پوره کیدو د کالیزې په درشل کې وکړې.

په دې مرکه کې، پوتین همداشان د څو قطبي نړۍ لپاره خپلې غوښتنې تکرار کړې او وویل چې هغه "هیڅ شک نه لري" چې دا به رامنځته شي.

هغه وویل: "موږ د څه مخالف یو؟ ددې حقیقت پر ضد چې دا نوې نړۍ چې شکل نیسي یوازې د یو هیواد د ګټو لپاره جوړیږي، د متحده ایالاتو [د ګټو لپاره]."

پوتین وویل، "اوس چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د دوی هڅې چې نړۍ د خپل تصور له مخې جوړه کړې، ددې وضعیت پر وړاندې موږ مجبور یو چې غبرګون وښیو."

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ اوکراین ته د خپل سفر پر مهال وویل چې پوتین د روسیې له لاسه وتلې امپراتورۍ د بیا جوړولو په لټه کې دی.

هغه زیاته کړه: "یو دیکتاتور چې د یوې امپراتورۍ د بیا جوړولو په لټه کې وي هیڅکله به د ازادۍ لپاره د خلکو مینه آرامه نه کړي، ظلم به هیڅکله ونه شي کولی د ازادۍ اراده ودروي. اوکراین به هیڅکله د روسیې لپاره بریا نه وي."

بایډن د روسیې پر وړاندې د لویدیځ د اقدام په اړه د پوتین ادعاوې هم رد کړې، وویل چې لویدیځ په روسیه د برید پلان نه لري او هغه میلیونونه روسي اتباع چې غواړي له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي "دښمنان نه دي."

لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه د ناټو تړون غړو هیوادونو تر اوسه د پوتین ددغو څرګندونو پر وړاندې په مشخصه توګه تبصره نده کړې، خو ناټو تل ډډه کړې چې د اوکراین په جګړه مستقیمه ونډه واخلي. لویدیځه نړۍ وایي اوکراین ته وسلې ورکوي چې دا هیواد د خپلې دموکراسۍ، خپلواکۍ او ارضي تمامیت دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG