د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیره یوه میاشت کې طبیعي پیښو افغانستان کې ۴۲ کسان مړه کړي 


افغانستان کې طبیعي پیښې
افغانستان کې طبیعي پیښې

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې طبیعي پېښو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس شفیع الله رحیمي نن شنبه د مۍ ۲۷ (غبرګولي ۶) رسنیو ته په یو استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې افغانستان په تیره یوه میاشت کې د سختو اورښتونو، سېلابونو، ږلۍ او ځمکې ښویېدو او نورو طبیعي پېښو شاهد و چې خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه: "په کاپیسا، میدان وردک، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کنړ، نورستان، لغمان، پکتیا، خوست، دایکندي او ننګرهار ولایتونو کې د دغو پېښو په پایله کې زموږ ۴۲ تنه هېوادوال شهیدان او ۴۵ تنه ټپیان شوي. ۳۴۱ کورونه په بشپړه توګه او یا هم جزوي ويجاړ شوي دي."

د رحیمي په خبره، د اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه او همدا راز د خلکو څه باندې ۱۳ زره څاروي له منځه تللي دي.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس زياته کړه، چې د نړيوالو مرستندويه موسسو په همکارۍ په تیره میاشت کې د طبيعي پېښو له زيانمنو شويو ١٥زره کسانو سره نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستې شوې دي.

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو له خلکو سره مرستې وکړي.

په همدې حال کې د دغه وزارت د پېښو او خطرونو د کمولو ادارې خبرداری ورکړی، چې د هوا پېژندنې د نړیوال راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د مۍ میاشتې په ۲۸ (غبرګولي ۷) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تالندې او بریښنا سره مل د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو د احتمال وړاندوینه شوې ده.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دغو ولايتونو کې ننګرهار، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني او ميدان وردګ ولايتونه شامل دي.

دې ادارې ویلي دي چې د دغو ولایتونو په بیلا بیلو سیمو کې به د اورښت اندازه له پنځو څخه تر لسو ملي مترو پورې وي.

تر دې مخکې په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي و، چې افغانستان د نړۍ څلورم هېواد دی چې د اقلیم د بدلون د اغېزو له امله له بشري بحرانونو او مخ په زیاتیدونکو طبیعي پېښو سره مخ کېږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر د مې په اوومه (د غوايي ۱۷) پر افغانستان د اقلیم د بدلون د اغېزو په اړه غونډه وکړه او ویې ویل چې په دغه هېواد کې د نورو ستونزو او ننګونو ترڅنګ د اقلیم بدلون به پر خلکو د لا زیات فشار لامل شي.

دې ادارې ویلي:"د اقلیم بدلون په موږ ټولو باندې اغیز کوي، خو افغانستان ددې بدلون د ډېرو زیان منونکو هېوادونو په ډله کې دی او د ۱۸۱ هېوادونو په نوملړ کې یې ۱۷۶ ځای خپل کړی دی. پرله پسې پېښو لکه وچکالۍ او سېلابونو د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ دی".

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان زیاتره سیمې له تېرو دریو کلونو راهیسې د پرله پسې وچکالۍ له اغېزو سره مخ دي. د وچکالۍ په پایله کې د هېواد په سویل لوېدیځو او سویل ختیځو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې کمې شوې او د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې نورې هم ژورې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې تر ۲۰۲۳ کال پورې د اوبو د بحران د مخنیوي، د روغتیا ساتنې او په دې برخه کې د خدماتو د چټکتیا لپاره شاوخوا ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG