د لاس رسي وړ اتصالات

چې سختدریځو ته پېسې ورکوئ نو دا به یې نتیجه وي- نواز شریف


د پاکستان پخواني صدراعظم په احسن اقبال د وژونکي برید غندنه کړیده او ویلي یې دي چې پکا رده د سختدریځو ضد اقدامات وشي.

د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف د دغه ملک په کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د حملې نه وروسته ویلي دي چې دا یوه داسې پیښه نه ده جې د پامه وغورځولی شي خو چې کله په یو ملک کې سختدریځو ته پیسې ورکول کیږي نو دا ډول پیښې خو به کیږي.

د یادونې وړ ده چې تیر کال د تحریک لبیک پاکستان په لسگونو غړیو په اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاجي ناسته کړي وه چې په هغې کې د پنجاب د پوځ یو مشر په دغه احتجاج کې د گډون کونکو ترمنځ پیسې ویشلې وې.

کله چې دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه نو د پاکستان د پوځ او د استخباراتي ادارې آی ایس آی په رول سختې نیوکې وشوې. د پاکستان پوځ احتجاج کونکو ته د پیسو ورکولو په اړه هیڅ ډول تبصره نده کړې.

هغه کس چې په احسن اقبال یې ډزې کړي او د هغه د وژلو ناکامه هڅه یې وکړه ، د تحریک لبیک غړی دی. هغه پولیسو ته وویل چې دغه عمل یې ځکه کړیدی چې حکومت د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو په اسنادو کې د ختم نبوت په اړه لوظنامه ختمه کړیده.

ښاغلي شریف خبریالانو ته په وینا کې د کورنیو چارو په وزیر حمله د اندیښنې وړ وبلله او وې ویل چې مونږ پوهه کړئ چې دغه احتجاج کونکو ته پیسې ولې ورکول شویدي.

نوازشریف وویل چې په پاکستان کې حساب،کتاب یواځې د سیاستمدارانو سره کیږي.

XS
SM
MD
LG