د لاس رسي وړ اتصالات

د نواز شریف د موټرو کاروان لاهور ته روان شو


د نوازشريف سره د اسلام اباد نه تر لاهور پورې په کاروان کې د هغه د گوند ملگري هم روان شوي دي
د نوازشريف سره د اسلام اباد نه تر لاهور پورې په کاروان کې د هغه د گوند ملگري هم روان شوي دي

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف چې د هغه هیواد سترې محکمې سلب صلاحیت کړی د اسلام اباد څخه د موټرو په یو کاروان کې لاهور ته روان شوی دی.

ښاغلی شريف د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد د پنجاب هاوس نه خپل سفر پېل کړ او د تگ دمخه یې د پاکستان د موقت صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د خپل ګوند د نورو غړو سره وکتل او سلا مشورې يې ورسره وکړې.

د نواز شريف سره د اسلام اباد نه د لاهور په لور په دې کاروان کې د پاکستان د گوټ گوټ نه د مسلم ليګ (ن) غړي راټول شوي دي.

نوازشريف به لاهور ته د تگ په لور په لار کې ځای په ځای دریږي او د ګوند غړو ته به وېناوې کوي. په هغو ښارونو کې چې د ښاغلي شریف کاروان ترې تیریږي دمخه تيارۍ نيول شوي دي.

د رپوټونو له مخې نواز شریف غواړي په دې کار سره خپل سیاسي قوت څرگند کړي.

په لاهور کې د خپل کور په لور د هغه دغه سفر به شپږ ورځې ونیسي. دا په داسې حال کې دي چې د ښاغلي شریف په دې حرکت باندې د هغه سياسي مخالفينو نيوکې کړې دي.

د پاکستان سترې محکمې تیره میاشت د اداري فساد اړوند دوسیې په خاطر چې د "پاناما اسناد" بلل کیږي، ښاغلی شریف سلب صلاحیت کړ او هغه مجبور شو چې د صدراعظمۍ نه استعفا وکړي.

د ښاغلي شریف پرځای د هغه د گوند غړی شاهد خاقان عباسي د موقت صدراعظم په توگه وټاکه. ښاغلي شريف د ستري محکمې پریکړه منلې خو ویلي یې دي چې اختلاف ورسره لري. د هغه گوند دې پریکړې ته بیا کتنه غواړي او نواز شریف ویلي چې خپله قضیه به ولس ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG