د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې انسان تښتوونکي نیول شوي، مشر یې طالب و ـ ملي امنیت


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د سړي تښوونکو یو شپږ کسیزه ډله یې نیولې ده.

دغه ریاست وايي چې د یادې ډلې مشر چې د تخار ولایت تالقان ښار کې نیول شوی منګل نومیږي او د طالبانو د خوشې شویو بندیانو له ډلې څخه دی.

د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼې کې چې نن سه شنبه اپرېل ۲۰ (وري ۳۱) خپره شوې راغلي دي: "نوموړی (منګل) د کندز، بغلان، ننګرهار او مزارشریف کې د سړي تښتوونکو ډلو سره اړیکې درلودې."

د ملي امنیت ریاست دا هم ویلي چې یادې ډلې په پام کې درلوده چې د تخار په تالقان ښار کې یو شمېر سوداګر برمته کړي خو د دې کار دمخه خپله د افغان ځواکونو منګلو ته ورغلل.

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي وو چې په تېر یوه کال کې ۱۵۰۰ کسان د تښتونو او اړوندو جرمونو په تور په بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي‌ دي.

د دغه ریاست مشر ضیاء سراج دا هم ویلي چې په نیول شویو کسانو کې د ازبکستان او تاجکستان وګړي هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG