د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وایي، خوست کې د حقاني شبکې ۱۷ مهم کسان وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د خوست ولایت په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۷ مهم کسان یې وژلي دي.

یاد ریاست نن چهارشنبه مارچ ۳۰ (وري ۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي دغه عملیات چې د مکتب بازار، زمبر، میرشاه چینه او توده کلي کي تر سره شوي پرمهال یې د طالبانو او حقاني شبکې ګڼ شمېر جنګي مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

ملي امنیت ویلي چې وسله والو طالبانو د زمبر کلینیک په سیمه کې غوښتل د یوې ښځې او ماشوم په توسط افغان ځواکونو ته ماین ځای پر ځای کړي چې خپله یاده ښځه او ماشوم هم په ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي: "د هدفمندو او پلټونکو عملیات پر مهال بلاخره افغان ځواکونه وتوانېدل چې سبیل حمدي په نوم د حقاني شبکې د قوماندان په ګډون د یادې شبکې ۱۷ مهم کسان په خوست کې ووژنې."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کشفي عملیات یې د سیمې د خلکو د غوښتونو په اساس تر سره کړي دي.

روانه اونۍ وسله والو طالبانو وویل چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

خو ملي امنیت په نننۍ اعلامیه کې د طالبانو څرګندونې تبلیغات بللي دي.

په دې اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته روانه اونۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت څخه په دې اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

خو ولسي جرګې د تیرې دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی لخوا یو پلاوی به په صبریو ولسوالیو کې د ملکي مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه څېړنې کوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په خوست کې د خپلو جنګیالیو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ملي امنیت تیره ورځ هم په پکتیکا کې د القاعده شبکې او طالبانو د مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG