د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي امنیت وايي کابل کې یې تښتول شوې فنلنډۍ وژغورله


د ملي امنیت ریاست وايي، د ژغورل شوې فنلنډۍ ښځې روغتیايي حالت ښه دی.
د ملي امنیت ریاست وايي، د ژغورل شوې فنلنډۍ ښځې روغتیايي حالت ښه دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې د کابل په لویدیځ کې شاوخوا څلور میاشتې مخکې، د وسله‌والو کسانو له خوا تښتول شوې فنلنډۍ ښځه د دغه ریاست د منسوبینو د خاصو عملیاتو په ترڅ کې، د تښتونکو له منګولو څخه بیرته ژغورل شوې ده.

د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د ژغورل شوې بهرنۍ میرمنې روغتیايي حالت ښه دی، خو په دې تړاو یې جزئيات ورنکړل.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ددغې میرمنې د خوشې کیدو په بدل کې یې هیچا ته پیسې نه دي ورکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، چې دغه فنلنډۍ ښځه د پنجشنبې ورځې په سهار د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ژغورل شوې ده.

دغه فنلنډۍ ښځه ټیپي نومیږي، چې د روان عیسوي کال د اپریل میاشتې په یوویشتمه نیټه، د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې په دارلآمان سیمه کې ناپيژاندو وسله‌والو تښتولې وه.

د ټيپي د تښتولو پر وخت د سیما په نوم د هغه یوه آلمانۍ همکاره او افغان ساتونکی یې د وسله‌والو له خوا وژل شوي وو.

له دې مخکې هم د کابل ښار په دارالآمان سیمه کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه استادان تښتول شوي وو. تښتول شوي استادان یو یې استرالیایي او بل یې امریکايي دی، چې لا هم له تښتونکو سره په برمته کې دي او برخلیک یې روښانه شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG