د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په 'جګړه ځپلې' غزه کې نږدې شل زره ماشومان زېږېدلي


یونیسف ویلي دي چې د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس د بریدونو له پیل راهیسې په غزې تړانګه کې شاوخوا شل زره ماشومان زیږیدلي دي.
یونیسف ویلي دي چې د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس د بریدونو له پیل راهیسې په غزې تړانګه کې شاوخوا شل زره ماشومان زیږیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونیسف) د جمعې په ورځ، جنورۍ ۱۹ (مرغومی ۲۹مه) وویل چې د جګړې له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کې زرګونو ماشومان په "نه منلو وړ" شرایطو کې زېږېدلي دي.

د یونیسف ویاندې تس اینګرام، چې تازه غزې ته تللې وه، د هغو میندو په اړه زړه بوګنونکې رپوټ ورکړي چې د زیږون پر مهال کړیدلي دي.

د نوموړې په خبره، یوې نرسې پر شپږو مړو شویو میرمنو د سزارین جراحي علمیات له دې امله وکړل، چې ددغو میندو په بطن کې ژوندي ماشومان وژغوري. سزارین یا "سي سکشن" یو غیر طبیعي زیږون دی چې ماشوم د جراحي عملیات له لارې د مور له بطن څخه ایستل کیږي.

یونیسف ویلي دي چې د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس د بریدونو له پیل راهیسې په غزې تړانګه کې شاوخوا شل زره ماشومان زیږیدلي دي.

ددغه ادارې ویاندې له عمان څخه د ویډیو کنفرانس له لارې په جینوا کې خبریالانو ته وویل: "ددې بدمرغه جګړې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم نړۍ ته سترګي غړوي."

هغې وویل: "زیږون باید د خوشحالۍ شیبه وي، خو په غزه کې بیا دا د جګړې دوزخ ته د یوبل ماشوم د سپارلو په مانا دی. "

د یونیسف ویاندې په غزه کې د نړیوالې ټولنې د سمدستي پاملرنې او اقدام غوښتنه وکړه.

د فرانس پرس د خبري اژانس د رسمي ارقامو له مخې، پر اسرائیل د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې په برید شاوخوا ۱۱۴۰ تنه ووژل شول. ددې بری وروسته اسرائیل د حماس د "له منځه وړلو" ژمنه وکړه.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د حماس ډلې تر کنټرول لاندې ده، د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴۷۶۲ کسان وژل شوي چې ۷۰ سلنه یې ښځې، ماشومان او تنکي ځوانان دي.

د یونیسف ویاندې همدارنګه وویل، چې د غزې په تړانګه کې میندې سمې روغتیایې پاملرنې، تغذیې، د زیږون دمخه پاملرنې او د زیږون وروسته پاملرنې ته د لاسرسي په برخه کې له زغمه وتلې ننګونو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه: "د غزې په تړانګه کې د میندوارو مېرمنو او د نویو زیږیدلي ماشومانو حالت د تصور وړ نه دی. دغه حالت سمدستي او بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري."

اینګرام دې ته په اشارې سره چې د رفح په سیمه کې د اماراتو روغتون اوس مهال په غزه کې ډیری میندوارو میرمنو ته روغتیایی خدمات وړاندې کوي، زیاته کړه چې د ډیرې ګڼې ګوڼې او محدودو سرچینو له امله، نرسان اړ دي چې میندې د سزارین له عملیاتو درې ساعته وروسته له روغتون څخه رخصت کړي.

د هغې په وینا، اوسني شرایط د میندو لپاره ډیر خطرناک دي، ځکه د سقط او له وخت مخکې زیږون په ګډون د میندو د مړینې او د رواني ناروغیو احتمال زیاتوي.

هغه زیاته کړه چې میندواره او شیدې ورکونکي میرمنې او همدارنګه ماشومان یې په لنډمهاله سرپناو کې په "غیر انساني" شرایطو کې ژوند کوي. د یونیسف د ویاندې په خبره، دغه میرمنې په کافي اندازه خواړو او د څښاک پاکو اوبوته لاسرسی نلري.

هغې خبرداری ورکړ، چې اوسنی وضعیت نږدې ۱۳۵ زره ماشومان چې عمرونه یې له دوو کلونو ښکته دي، د جدي خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ کوي.

د یونیسف ویاندې وویل: "بشریت نور د دې تحریف شوي نسخې دوام نشي زغملی. میندې او نوي زیږیدلي ماشومان سمدستي‌ بشردوستانه اوربند ته اړتیا لري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG