د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې نژدې شپږ میلیون کسان بېځایه شوي ـ راپور


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په افغانستان کې د داخلي بېځایه شوو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه خبر ورکړی او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې د داخلي بېځایه شوو کسانو شمېر شاوخوا شپږ میلیون کسانو ته رسیږي.

دغه سازمان نن شنبه مارچ ۱۲ (کب ۲۱) پخپل راپور کې ویلي چې د دوی وروستۍ څيړنې ښيي چې اوس مهال پنځه میلیونه ۸۳۲زره ۴۵۴ کسان په ټول افغانستان کې بېځایه شوي دي.

دغه سازمان په افغانستان کې د یادو کسانو د بېځایه کېدو لامل جګړې او وچکالي یاده کړې او زیاته کړې ده چې د دغه بېځایه شوو کسانو یوه برخه ښځې او ماشومان جوړوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي له په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د داخلي بېځایه شو کسانو شمېر په بېساري توګه لوړ شوی دی او همدارنګه ۲۰۲۱ میلادي کال هم د تاوتریخوالي له امله د داخلي بېځایه شوو کسانو لپاره له ستونزمنو کلونو څخه و.

د دغه راپور په اساس، یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۱/۳ میلیون کسان په افغانستان کې بېځایه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې له ۲۰۱۲ میلادي کال څخه بیا د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو پوري شاوخوا اته میلیون او ۵۰۰ زره کسان بیرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي.

کډوالۍ

یاد سازمان پخپل راپور کې ویلي چې په تیرو ۱۱ کلونو کې څه باندې څلور میلیون او ۵۱۹زره کسان بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

دغه سازمان له هیواد څخه د افغانانو د وتلو عمده لامل، په افغانستان کې د جګړې زیاتوالی او اقتصادي ستونزې په ګوته کړي دي او زیاته کړې ده چې د دغه کډوالو زیاته برخه ګاونډیو هیوادونو ته پناه وړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس له ۲۰۱۲ میلادي کال څخه بیا د ۲۰۲۱ میلادي کال تر وروستیو پوري همدارنګه څه باندې پنځه میلیون او ۱۴۹زره کسان له بهرنیو هیوادونو څخه بیرته افغانستان ته راغلي دي. چې زیاته برخه یې له ایران او پاکستان څخه راغلي دي.

دا په داسې حال کیده چې د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې اوس مهال له ایران او پاکستان څخه په ورځ کې تر ۲۰۰۰ افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.دغه وزارت ویلي و چې د دغه کسانو له جملې څخه ځینې په زوره له ایران څخه ایستل کیږي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د بېځایه شوو کسانو څخه زیاتو یې په بندرونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له ادارو څخه بشري مرستې تر لاسه کړي دي.

تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي و چې یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې شاوخوا یو میلیون او ۱۵۰زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته تللي دي.د دغه سازمان د معلوماتو په اساس د یادو کسانو له جملې څخه زیاتو یې د کډوالۍ قانوني اسناد نلرل.

دا په داسې حال کیده چې د تیرو شپږو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدولون او طالبانو تر حاکمیت وروسته ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو ته هم زرګونه افغانان کډوال شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)) تر دې مخکې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د سقوط په اړه خبرداری ورکړی و ا ویلي و چې په تیر میلادي کال کې څه کم ۵۰۰زره کسان ایران ته کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG