د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: په ایران باندې د اسرائيل بریدونه دقیق او قوي وو


د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن یکشنبه اکتوبر ۲۷ (لړم شپږم) وویل چې په ایران باندې د اسرائيل بریدونه «دقیق او قوي» وو او «خپل ټول اهداف» یې ترلاسه کړي‌، خو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي وايي چې باید په دې اړه «مبالغه ونه» شي.

نتنیاهو د حماس د تېرکال د بریدونو په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډې کې وویل: «موږ ژمنه کړې وه چې د ایران د بریدونو ځواب به ورکوو او دا کار مو د شنبې په ورځ وکړ... په ایران باندې برید دقیق او ځواکمن وو او خپل ټول اهداف یې ترلاسه کړل.»

ایران د اکتوبر په لومړۍ نېټه په اسرائيل باندې شاوخوا ۲۰۰ میزایل توغولي وو،

چې اسرائيل وايي د دافع هوا سیستم یې اکثریت دا بریدونه خنثی کړي وو.

ایراني چارواکو ویلي وو چې په اسرائيل یې دا بریدونه په لبنان کې د حزب الله د ډلې د مشر حسن نصرالله او په تهران کې د حماس د ډلې د مشر اسماعیل هنیه د وژنې غچ اخیستل وو.

د حزب الله مشر د اسرائيل په یو هوايي برید کې او د حماس مشر په یوې چاودنې کې ووژل شول، ایران ادعا کوي چې اسرائیل اسماعیل هنیه وژلي خو اسرائيل لا په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

اسرائيل وايي تېره ورځ د همدغو بریدونو غچ واخیست. نتنیاهو زیاته کړه چې ایران په اسرائيل باندې د سلګونو توغندیو بریدونه وکړل خو «دا برید ناکام» وو.

د اسرائيل صدراعظم ادعا کوي‌ چې ځواکونو یې «د ایران دفاعي وړتیاوې او د میزایلو د تولید» برخې وېشتلي دي.

په همدې حال کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي دي چې په ایران باندې د اسرائيل بریدونونو په اړه «نباید مبالغه وشي او نه هم کم» وښودل شي.

نوموړي په خپل ایکس حسبا کې لیکلي دي: «د صهیونیست (اسرائيل) رژیم له لوري چې دوې شپې مخکې کوم شرارت شوی، باید مبالغه هم په کې ونه شي او حد اقل هم ونه ښودل شي.»

ایت الله خامنه يي سره له دې چې د دغو بریدونو په اړه نور معلومات نه دي‌ ورکړي، خو هغه یې «غلطه محاسبه» ګڼلې.

ایران وايي چې اسرائيل د مرکز تهران او ځینو نورو ولایتونو کې ځینې برخې وېشتلي دي او «محدود زیان» یې اړولی دی، خو څلور سرتېري په کې وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG