د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: که د حماس سره په اوربند موافقه وشي یا نه، په رفح کې نظامي عملیات کوو


فلسطیني بیځایه شوي
فلسطیني بیځایه شوي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سه شنبه اپریل ۳۰ (غوایي ۱۱) ژمنه وکړله چې که د حماس ډلې سره د برمته شویو کسانو خوشې کیدو او اوربند په هکله موافقه وشي یا نه د دې هیواد دفاعي ځواکونه به د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې نظامي عملیات وکړي.

نتنیاهو چې پخپل دفتر کې یې د برمته شویو کسانو د کورنیو غړیو سره خبرې کولي ویلي چې د ټولو اهدافو تر لاسه کولو وړاندې د جګړې بندول "امکان نلري" او دا یې هم ویلي چې د "بشپړې کامیابۍ" تر لاسه کولو لپاره د اسرائیل دفاعي ځواکونه د رفح ښارګوټي ته ننوزي.

د متحده ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې په رفح کې د اسرائیل تعرضي عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی چې څه باندې ۱ ملیون فلسطیني وګړو پکې د جګړو څخه پنا اخیستې.

خو د اسرائیل مشر ویلي چې دې ښارګوټي ته د اسرائیلي ځواکونو ورتګ ضروري دي تر څو د حماس ډلې ته په بشپړه توګه ماتې ورکړل شي.

دا ښارګوټی چې دغزې تړانګې او مصر په پولي پروت دی، د غزې تقریباً نیمايي وګړو پکې پنا اخیستې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویلي چې پدې ښارګوټي باندې نظامي حمله به په "نه زغمل کیدونکي توګه د جګړې شدت" سبب شي او زرګونه نور ملکیان به پکې ووژل شي او سلګونه زره نور به تیښتې ته اړ شي.

ښاغلي ګوتریش د سه شنبې په ورځ پدې هکله خبریالانو ته وویل، " زه د ټولو څخه چې په اسرائیل اثر او رسوخ لري، له هر څه چې په واک لري، ترې کار واخلي تر څو د دې ( په رفح د اسرائیل یرغل) مخه ونیسي".

په رفح د اسرائیل د نظامي عملیاتو خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په غزې کې د اوربند په هکله د خبرو لپاره بیا سیمې ته تللی.

ښاغلي بلینکن په غزې کې د اوربند په بدل کې د حماس ډلې لخوا د برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د اسرائیل وړاندیز "فوق العاده سخاوتمند" وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د حماس ډله به یې ومني.

انټوني بلینکن چې د سعودي په پایتخت ریاض کې یې خبرې کولې وویل یوازیني شی چې په اوس وخت کې د غزې د ولس او اوربند تر منځ ولاړ دی د حماس ډله ده.

ښاغلي بلینکن د حماس ډلې ته په خطاب کې وویل، " هغوي (حماس) باید پریکړه وکړي او ژر باید پریکړه وکړي. هیله مند یم چې سمه پریکړه به وکړي".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د حماس یو پلاوی مصر ته تللی چې د قطر او امریکا سره په ګډه کوښښ کوي په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره جګړه بنده او د حماس ډلې لخوا پاتې برمته شوي کسان خوشې شي.

د حماس ډله د اوربند په بدل کې غواړي چې اسرائیل جګړه بنده کړي او په بشپړه توګه له غزې ووځي خو نیتن یاهو بیا پخپلې خبرې ټینګ ولاړ دی چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي به د ځمکې د لارې یرغل کوي.

حماس تر دې مخکې پر دایمي اوربند ټینګار کړی و، چې د اسرائیل له خوا رد شوی و.

د متحده ایالاتو جمهور رئيس جو بایډن هم تیره ورځ د قطر او مصر چارواکي په ټیلیفوني خبرو کې هڅولي و چې د حماس ډله اوربند کیدو ته قانع کړي.

د اسرائیل – حماس د سولې خبرې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د حماس څخه وغوښتل چې په غزې کې د اوربند موافقه ومني.

د حماس ډله په قاهرې کې د مصر، متحده ایالاتو او مصر منځګړو د اوربند په وړاندیز غور کوي. د حماس یوې سرچینې ویلي چې په وړاندیز او نظریاتو غور کوي او دا یې هم ویلي چې هر څومره ژر چې امکان لري ځواب به ووایي.

انټوني بلینکن په اردن کې اسرائیل ته تر روانیدو وړاندې وویل، " نورې بهانې نه، نور ځنډ نه. مونږ غواړو چې په راتلونکو ورځو کې موافقه وګورو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG