د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ۱۰۲ نوې پیښې ثبت شوي


افغانستان کې تراوسه د کرونا د ویروس اوه دیرش زره او ۸۶۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
افغانستان کې تراوسه د کرونا د ویروس اوه دیرش زره او ۸۶۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې نهو ولایتونو کې د کرونا د ویروس د ۱۰۲ نوو مثبتو پیښو د ثبت خبر ورکړی، چې ورسره په افغانستان کې د ټولو مثبتو پیښو شمیر اوه دیرش زره او ۸۶۱ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۰ ( زمري ۳۰) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کرونا د ویروس دا پیښې په کابل، هرات،تخار، بامیان، بغلان، کندز، بدخشان، دایکنډي او د غور په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت د شمیرنو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ دوه تنه مړه شوي او ۳۶۵ تنه نور پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته بیرته ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمیرنو له مخې په افغانستان کې د کرونا د وبا د خپریدو له پیل څخه تر نن ورخې پورې یو زر ۳۸۵ تنه پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته مړه شوي او اوویشت زره ۶۵۵ تنه نور له دغې ناروغۍ بیرته ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ د کابل په استقلال روغتون کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ د څانګې د پرانیستلو مراسمو ته په وینا کې په افغانستان د کرونا پر وړاندې د روانې مبارزې څخه رضایت څرګند کړ او ویې ویل، چې د ګاونډیو هیوادونو پرتله په دغه هیواد کې د کرونا د وبا پر وړاندې مبارزه ډیره ښه روانه ده، چې له امله یې د دغې وبا د ویروس مثبتې پيښې هم کمې شوي دي.

ډاکټر عثماني وویل " له نیکه مرغه د کرونا د ویروس څخه زیږیدلی روغتیايي وضعیت د ګاونډیو هیوادونو پرتله په کراتو کراتو ښه دی، چې دا د عامې روغتیا سکټور او د افغانستان دولت ته یو لاس ته راوړنه ده".

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل، چې د کرونا سره د مبارزې د ښه وضعیت له امله د ۶۳ میلیونو ډالرو په ارزښت ، چې په پام کې وو، طبي سامان الات واخیستل شي له اخیستلو یې ډډه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل، چې ټولو ولایتونو ته یې ۵۶۰ د مصنوعي تنفس کوچني ماشینونه، چې د یو ناروغ لپاره ترې کار اخیستل کیدلی شي استولي دي.

د استقلال په روغتون کې دا نوې جوړه شوې څانګه دیرش بسترونه لري . د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس مهال په ۱۸ دولتي روغتونونو کې د نورو ناروغیو د درملنې ترڅنګ د کرونا د ویروس د ناروغانو درمله هم کیږي.

.

XS
SM
MD
LG