د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، چین او پاکستان غواړي د افغانستان د سولې بهیر بیا پیل شي


څلور اړخیزو غونډو تر اوسه دومره نتیجه نده ورکړې
څلور اړخیزو غونډو تر اوسه دومره نتیجه نده ورکړې

د افغانستان، چین، پاکستان او د امریکا استازي راتلونکې اونۍ په عمان کې د طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کولو په اړه خبرې کوي.

یو افغان چارواکي او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوې منبع ویلي دي چې د افغانستان، چین، پاکستان او د امریکا استازي راتلونکې اونۍ په عمان کې راټولیږي چې د افغان طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په بیا پیل کولو وگړیږي.

د طالبانو سرچینو د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دوی تر اوسه بلنلیک نه دی ترلاسه کړی او نغواړي چې په مسقط کې د دوشنبې په خبرو کې برخه واخلي. دوی وایي د خبرو په بیا پیل کولو باندې شک لري.

دوو طالب مشرانو د نوم د نه څرگندولو په شرط رویترز اژانس ته ویلي دي چې د طالبانو د مشرۍ شورا د سه شنبې په ورځ غونډه وکړه او تصمیم یې ونیو چې که رسمي بلنلیک هم ورکړل شي بیا به هم خپل استازی مسقط وانستوي.

د هم آهنگۍ څلور اړخیزه غونډه چې افغانستان، چین، پاکستان او امریکا په کې شامل دي هڅه کوي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کړي، خو تر اوسه یې زیاته لاسته راوړنه نده درلودلې.

د افغانستان د سولې د شورا لوړپوړی غړی محمد امین وقاد وایي "د سولې د عالي شورا او د حکومت استازي به په دې غونډه کې برخه واخلي او دا مهمه ده ځکه چې د طالبانو استازي به هم هلته وي. مونږ به د یو څرگند پلان سره خبرو ته لاړ شو".

هماغسې چې تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا غږ ته ویلي وو چې څلور اړخیزه غونډه به په اکتوبر کې په مسقط کې جوړه شي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي تائید کړه چې دغه خبرې به د اکتوبر په ١٦ وشي.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ددې رپوټ په اړه له تبصرې ډډه کړې.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو تماسونه په ٢٠١٥ کال کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر وروسته وځنډیدل.

د امریکا متحده ایالات د پاکستان نه غواړي چې پر طالبانو باندې د خپل نفوذ نه په استفادې دغه ډله د سولې خبرو ته اړ کړي. خو پاکستاني مقامات ادعا کوي چې اوس پر طالبانو باندې دومره نفوذ نه لري.

XS
SM
MD
LG