د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې۳۰۲ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي


د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تیره ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۰۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه جولای۳(چنګاښ۱۳) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۷۷۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۰۲ مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲۳۲۴ تنو ته پورته شوو.

له یادو کسانو څخه ۳۹ تنه په کابل، ۴۳ په هرات، ۳ په کندهار، ۳ بلخ، ۲۰ پکتیا، ۹ تخار، ۲۷ بامیان،۲۹ بادغیس،۲ لوګر، ۱پروان، ۲۴ بدخشان، ۱کونړ، ۲۰ سمنګان،۱۲ غور او ۳۸ تنه نور په فاریاب کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ په څلورو ولایتونو، کابل، کندهار، پکتیا او تخار کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۸۱۹ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په شپږو ولایتونو کې ۱۲۹۰ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۷۳۳۱ تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د جمعې تر غرمې جولای۳ (چنګاښ۱۳) پورې ۵۲۱۳۵۴ کسان مړه کړي او څه باندې لس ملیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG