د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ افغانستان کې۴۰ تنه مړه ۱۱۷۶نور پرې اخته شوي


افغانستان کې له کرونا څخه ۱۶۶ تنه بیرته جوړ شوي
افغانستان کې له کرونا څخه ۱۶۶ تنه بیرته جوړ شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې کرونا ویروس د ۸۴ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن چهارشنبه اپرېل۲۲ (غويي۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له دغو پېښو څخه ۲۸ یې کابل،۲۲ کندهار، ۲ زابل، ۴هلمند، ۵ نیمروز، ۳هرات، ۲ غزني، ۴ کاپیسا، ۶ ننګرهار، ۳ کونړ او یوه ـ یوه هم په پروان، بامیان، لغمان، پکتیکا او فراه ولایتونو کې ثبت شوې ده.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۷۶ ته ورسېد چې تر ټولو زیاتې په کابل کې دي.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته څلور تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېد.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې له دغه ویروس څخه همدارنګه ۱۶۶نور بیرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې ۴۱۳ په کابل کې ثبت شوي او له کرونا څخه په دغه ولایت کې ۱۴ تنه مړه شوي دي. او تر هغه وروسته نورې زیاتې مثبتې پېښې ۳۳۷ په هرات او ۱۳۰ په کندهار کې ثبت شوي دي.

تر کابل وروسته ننګرهار دوهم ولایت دی چې د کرونا ویروس له امله پکې پنځه تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۶۸۳۹ مشکوک سمپلونه معاینات شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د چهارشنبې تر ماسپښين اپرېل ۲۲ (غويي ۳) پورې ۱۷۷۵۲۱کسان مړه کړي او تردوو یو میلیونو زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG