د لاس رسي وړ اتصالات

تېر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۲۲ تنه کرونا نیولي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس۲۲مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه اګست۳۰مه (وږې ۹مه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۲۴۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۲ یې مثبتې ثابتې شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس له یادو پېښو څخه ۹ په کابل، ۳ پکتیا، ۲ تخار او ۸ په کندز ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۸۱۶۵ ته پورته شوې.

په تېرو څلورویست ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د تېرې ورځې د ارقامو له مخې تر دا مهاله په هیواد کې د کرونا له امله د مړینې شمېر۱۴۰۲ تنه دی.

یاد وزارت همدارنګه زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په په پکتیا او خوست ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه ۲۶ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۹۰۸۹ تنو ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په په نړۍ کې څه باندې ۲۵ میلیونه په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۸۴۲زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG