د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي


افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۵۲۰ ته ورسېد
افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۵۲۰ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۳ تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه سپټمبر ۸ (وږې ۱۸) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۰مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۱۴ په هرات،۳ بلخ، ۱ پکتیا او ۸ کندز ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۵۲۰ ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله په هرات، بلخ او کندز کې درې تنه مړه شوي چې په اساس د کرونا له امله د مړینې شمېر ۱۴۱۸ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلخ او کندهار کې له کرونا ویروس څخه ۱۵۸ تنه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۰۷۱۵ ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۷ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۸۹۲زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG