د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۱۵ تنه کرونا نیولي، دوه نور مړه شوي


په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۵۴ ته ورسېد
په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۵۴ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۵مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه سپټمبر ۲۹ (تله اتمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۷۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۵یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۵۴ ته ورسېد.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۵۸ تنه مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۷۴۶ تنه بیرته جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي وو که روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان شته.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۳ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG