د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۹۵ تنه کرونا نیولي، درې نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۷۲۸ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۷۲۸ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او درې تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه نومبر دریمه (لړم ۱۳) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۵۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۹۵ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۷۲۸ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله درې تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۵۴۴تنو ته ورسید.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۴۳۵۵ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۵ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG