د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا دویمې څپې ته د روغتیا وزارت چمتووالی


په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونایروس ۲۴۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونایروس ۲۴۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې له کروناویروس سره د مبارزې ولایتي کمېټې بېرته فعاله شوي ترڅو د دغه ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې پلان تطبیق کړي.

د دغه وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) خبریالانو ته وویل چې دغه پلان د ملګرو ملتونو، د افغانستان طبي شورا او نورو روغتیايي بنسټونو په همکارۍ جوړ شوی دی.

ښاغلي عثماني زیاته کړه: "له نیکه مرغه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د تمویل سرچینې موجودې دي و د تطبیق په حال کې دی. موږ هیله لرو هغه راز چې د ورغتیا وزارت د ټولو اړوندو ادارو او بنسټونو په همکارۍ د کروناو له لومړۍ څپې سره موثره مبارزه وکړه، د کرونا دویمه څپه به هم مهاره کړو".

د افغانستان د روغتیا وزارت د تازه معلوماتو په اساس په وروستیو اونیو کې په دغه هېواد کې د کروناویروس په مثبتو پېښو زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت سرپرست وویل چې له دې وړاندې د کرونا مثبتې پېښې د ۱۰ او ۱۵ سلنې ترمنځ کښته او پورته کېدلې خو اوس دغه کچه ۲۹ سلنې ته لوړه شوې ده.

ښاغلي عثماني زیاته کړه چې د روغتیا وزارت د ګرځنډه ټیمونو موندنې ښيي چې په ښوونځیو، پوهنتونونو او کورونو کې د هغو کسانو شمیر هم مخ په زیاتېدو دی چې په کې د کروناویروس ورته علایم لیدل کېږي.

هغه وویل: "دغو شمیرو او ارقامو ته په پاملرنې چې موږ یې لرو، ښيي چې افغانستان د کرونا دویمې څپې ته د دننه کېدو په درشل کې دی".

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر د کرونا مثبتو پېښو کې زیاتوالي ته په اشارې ټینګار وکړ چې خلک باید روغتیايي ټکي رعایت کړي او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتلو ډډه وکړي.

یا وزارت همدارنګه یو ځل بیا د کرونا ویروس پراخېدو مخنیوي په هدف د قوس میاشتې تر وروستۍ نېټې د ودونو هوټلونو د بندېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت د تازه شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونایروس ۲۴۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په دغه ویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمیر ۴۳زره او ۹۲۴ ته رسېدلی دی.

همداشان په دې موده کې له کروناویروس څخه د اوو تنو په مړه کېدو سره د تولو مړه شویو کسانو شمیر ۱۶۴۵ ته پورته شوی دی.

خو د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د کروناویروس له پیل څخه تراوسه کابو ۳۵زره او ۳۰۰ تنه بېرته له کروناویروس څخه ښه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره شاوخوا یو کال وړاندې د چین د هوبي ایالت په وهان ښار کې خپور او په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس د چهارشنبې تر ورځې نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) په نړۍ کې څه باندې ۵۵ میلیونه او ۶۴۵زره تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۳۳۷زرو څخه زیات کسانه له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG