د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر نژدې ۴۸ زرو ته ورسید


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د۲۶۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۰ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۶) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۹۲مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۶۰ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۷۹۰۱ ته پورته شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۰تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۷۵تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۲۹۷تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۷۷۸۲ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۶ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG