د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۱۷۷ تنه کرونا نیولي،۱۳ تنه مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د۱۷۷ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۳کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه ډسمبر نهمه (لېندۍ ۱۹) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۲۴۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۱۷۷یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۵۴۰ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۳ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۹۲۱ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۱۷ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۸۱۵۰ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG