د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۲۰۳ تنه نور په کورنا ویروس اخته شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۹۰۹ ته رسیدلی
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۹۰۹ ته رسیدلی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۰۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۸ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جنورۍ ۳ (مرغومې ۱۴) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۰۲ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۲۰۳ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۹۰۹ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۸ تنه مړه شوي چې په دې سره دکرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۳۰ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۱۱۴ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۲۴۰۵ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۳ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG