د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۱۳ ناروغان د کرونا له امله مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۵۸۴ ته ورسید
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۵۸۴ ته ورسید

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۴۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جنورۍ ۱۱ (مرغومې ۲۲) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۸۶مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۴۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۵۸۴ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۱۳ تنه مړه شوي چې په دې سره دکرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۰۱ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۸۹ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۴۱۳۷ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت تیره اونۍ وویل سره له دې چې د کروناویروس دویمه څپه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې خو له تېرو څلور اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۹ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG