د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۱۲۵ تنه نور کرونا نیولي، ۹ کسان مړه شوي


افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۴۰۳ ته پورته شو
افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۴۰۳ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۲۵مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۹ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه جنورۍ ۲۰ (سلواغې لومړۍ) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۸۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۲۵ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۴۰۳ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۹ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۶۳ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۲۰۵ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۶۷۷۹ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۹۶ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG