د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ۳۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي،۸ کسان مړه شوي


په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شم۵۴۸۹۱ ته پورته شوو.
په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شم۵۴۸۹۱ ته پورته شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون د هیواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د کروناویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوي او ددغه وریروس له کبله د نورو ۸ کسانو مړینه تایید شوې ده.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه جنورۍ ۲۷ (سلواغې اتمه) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۷۲۹ مشکوکو نمونو معاینات شوي چې ۳۷ یې مثبت او پاتې منفي و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمیر ۵۴۸۹۱ ته پورته شو.

بلخوا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه نور ناروغان هم مړه شوي چې په دې سره د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۹۸ ته رسیدلی.

همدرانګه ۹۰ تنه نور کسان بیا له کرونا ویروس څخه بیرته روغ شوي چې دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۴۷۵۴۹ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې ته هم خپور شو.

د امریکا د جانز هپکینس پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له دوه میلیون څخه ډیر یې له کبله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG