د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۶۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۵۱۲۱ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۵۱۲۱ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د۶۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه فبرورۍ ۱(سلواغې۱۳) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۲۰۲۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې۶۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۵۱۲۱ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله یو تن مړ شوی چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۰۵ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۴ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۷۷۲۳ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG