د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۲۸ تنه نور کرونا نیولي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۷۳ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۷۳ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۸ مثبتو پېښو د ثبتېدو او درې کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۹۱ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۲۸ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۴۷۳ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله درې تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۲۷ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۱۱ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۸۳۹۰ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG