د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۶۰۴ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۶۰۴ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۴ مثبتو پېښو د ثبتېدو او دوو کسانو د مړه کېدو خبر کړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه فبرورۍ ۲۰(کب دوهمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۰۹ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۲۴ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۶۰۴ ته پورته شو.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ۲ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی، چې په دې اساس د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۳۲ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۷ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۸۸۲۰ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG