د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هیواد کې د کرونا ضد واکسین له پیل څخه بیا تر دا مهاله ۵۰۳۰۹ روغتیايي کار کوونکي، د رسنیو کار کوونکي او ښوونکي واکسین شوي دي.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر میرویس افضلي نن شنبه مارچ۲۷ (وري ۷) خبریالانو ته وویل چې له یادو کسانو څخه څه باندې ۴۵۸۰۰ یې روغتیايي کار کوونکي او څه باندې ۱۲۰۰ یې د رسنیو کار کوونکي دي.
نوموړي زیاته کړه چې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې په ښوونځیو کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر هم پيل کړی چې په وینا یې تر اوسه په ۲۹ ولایتونو کې ۳۲۴۷ ښوونکي واکسین شوي دي.
د روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو ته هم د کرونا ضد واکسین لګولو بهیر پيل شوی چې په خبره یې تر اوسه زرګونه کسان واکسین شوي دي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د تیرې کب میاشتې پر پنځمه نېټه پيل شو.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس له خپرېدو څخه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې ۵۶۲۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي،۲۴۷۰ کسان ورڅخه مړه شوي او شااوخوا ۵۰زره نور کسان ورڅخه جوړ شوي دي.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې دوه میلیونه کسان له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي او څه باندې سل میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.