د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۰۶ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
روغتیا وزارت نن چهارشنبه اپرېل۲۸ (غويي ۸) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۸۷۷ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۲۰۶ یې مثبت و.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۹۵۷۶ ته پورته شوو.
همدرانګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۷ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي چې په دې سره هم په دغه هیواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۱۸ تنه ورسېد.
روغتیا وزارت همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه د ۱۸۰ ناروغانو د بیرته ښه کېدو خبر هم ورکړی دی.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.
د امریکا د جانس هپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.