د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ د افغانستان ۱۶ ولایتونو کې پوهنتونونه او ښوونځي رخصت شول


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کرونا ویروس د درېیمې څپې پراخېدو مخنیوي لپاره سر له نن شنبې د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او نور تعلیمي مرکزونه د دوو اونیو لپاره رخصت شول.

د روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د ددریمې څپې پراخېدو سره هم مهاله د کرونا مثبتو پېښو زیاتوالی د خطر زنګ بللی دی.

دغه وزارت ویلي: "د کرونا ویروس د درېیمې څپې په وړاندې مبارزې او مثبتو پېښو د کنټرول او کمېدو په هدف د کابل په ګډون غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز کې د غبرګولې میاشتې له اتمې څخه د دوو اونیو لپاره ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او تعلیمي مرکزونه رخصت دي."

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې له دغه کار څخه یې هدف د کرونا ویروس د درېیمې څپې پراخېدو مخنیوی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم یاده موضوع تائید کړې، خو د لوړو زده کړو وزارت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ روغتیا وزارت په دغه هیواد کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۹۷۷ مثبتو پېښو ثتبېدو او ۱۸ کسانو مړه کېدو خبر ورکړ.

او مهال په افغانستان کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۷۰۱۰۷ او له دغه ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۸۹۹ ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې کابو ۱۶۷میلیونه وګړي په دغه ویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې ۳.۴ میلیون انسانان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG