د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرونا واکسین ته ۳۲۰ میلیون ډالره ځانګړي کړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي که چېرې د کروناویروس واکسین د پلورلو مرجع پیدا شي د پېرودلو لپاره یې بودجه ځانګړې شوې ده.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د دوشنبې په ورځ د جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې افغانستان د کروناویروس ۴۸ میلیون ډوزه واکسین ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "د ۴۸ میلیون ډوزه واکسین له شمېرې چې موږ ورته اړتیا لرو د ۴۱ میلیون ډوز لپاره مو پیسې پیدا کړي دي، شاوخوا ۳۲۰ میلیون ډالره مو پیدا کړي دي. د پلورلو مرجع دې موږ ته خصوصي سکتور پیدا کړي، دولتي سکتور هم، د ملي تدارکاتو اداره هڅه کوي چې پیدا یې کړي".

ښاغلي مجروح وویل ټاکل شوې وه چې افغانستان د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د مې تر میاشتې ۱۶ میلیون ډوزه واکسین ترلاسه کړي خو په هند کې د کروناویروس وبا له پراخېدو وروسته دغه هیواد خپل صادرات بند کړل.

ډاکټر مجروح وویل چې د روغتیا د نړیوال سازمان د کوواکس له پروګرام سره جدي خبرې شوي ترڅو د جولای میاشتې تر پایه پورې ۵۰۰زره ډوزه واکسین افغانستان ته ورکړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د چین د ۷۰۰زره ډوزه سینوفارم واکسین د مرستو جوپه تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ ترلاسه کړه.

له دې وړاندې هند د کروناویروس ۵۰۰زره ډوزه او د روغتیا د نړیوال سازمان د کوواکس پروګرام ۴۸۶زره ډوزه سترازنیکا واکسینو مرسته له افغانستان سره کړې وه.

د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کروناویروس د واکسین د تطبیق پروګرام چې د واکسین د نشتوالي له امله تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ ودرول شوې وه تېره ورځ بېرته پیل کړه.

همداشان دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په تېره یوه شپه او ورځ کې په افغانستان کې په کروناویروس د ۱۸۰۴ کسانو د اخته کېدو او د ۷۱ نورو د مړینې خبر ورکړی دی.

په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه ۹۳۲۷۲ کسان په دغه ویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۳۶۸۰ مړه شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۷۵میلیونه او ۹۹۱زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له درې میلیونو او ۸۰۴زرو څخه زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG