د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۲۲۰۲ تنه کرونا نیولي، ۷۳ تنه نور مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۲۰۲ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) ویلي چې ددې ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۳ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دکرونا ویروس ۵۴۹۹ سمپلونو معاینات یې کړي چې ۲۲۰۲ یې مثبت و.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۵۷۴۹ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۴۳۶۶ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۴۹۴ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۸میلیون او ۲۰۲زره کسان په کرونا اخته شوي او له دغه ویروس څخه څه باندې ۳ میلیون او ۸۶۰زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG