د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې دکرونا ویروس تازه پېښو کې ۵۸ ناروغان مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۳۶ مثبتو پېښو ثبتېدو او۵۸ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۶۰۳ مشکوکو سمپلونو معاینات یې کړي چې ۱۲۳۶ یې مثبت و.

د رسمي معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې۱۳۵۸۸۹ او له کرونا ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۸۴۹ ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې۱۵۰۹کسان بیرته له کرونا ویروس څخه روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتوو په اساس څه باندې ۱۸۶ میلیون او ۹۰۲زره کسان کرونا نیولي او څه باندې څلور میلیون کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG