د لاس رسي وړ اتصالات

افغاسنتان کې د کرونا تازه پېښې؛ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ ناروغان مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۴۸۴ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه اګست لومړۍ (زمري لسمه) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۵۴۸سمپلونو معاینات یې کړي چې ۴۸۴ یې مثبت و.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۴۷۹۸۵ته لوړ شو.

همدارنګه په دغه هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو وکې د کرونا ویروس له امله ۳۷ ناروغان مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر هم ۶۷۷۴ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په تیره شپه او ورځ کې ۱۳۴۱ ناروغان بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۹۹۴۴۹ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د رسمي معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۹۷ میلیون او ۹۶۲زره کسان کرونا نیولي او څه باندې څلور میلیون او ۲۲۰زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG