د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کروناویروس اخته کسانو شمېر ۴۹۶۳ ته لوړ شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې نږدې پنځه زرو ته رسیدلي دي.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د سې‌شنبې په ورځ د مې په ۱۲مه (غويي۲۳) خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۴۱ شکمنو پېښو د معایناتو نتیجه ښيي چې ۲۸۱ نور کسان تازه په کروناویروس اخته شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې موده کې ۵ تنه د کروناویروس له امله مړه شوي او ۳۶ نور بېرته روغ شوي.

ښاغلي مجروح وویل: "په مجموعي توګه په افغانستان کې ۴۹۶۳ مثبت واقعات تراوسه ثبت شوي، ۱۲۷ تنه زموږ هېوادوال د کرونا د اخته کېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۶۱۰ کسان بېرته روغ شوي دي".

د روغتیا وزارت د مرستیال پر وینا په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرناویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوي چې شمېر ۸۴ ته رسېږي.

هغه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د کروناویروس لمن مخ په پراخېدو ده او یو ځل بیا یې له خلکو څخه وغوښتل چې د روغتیا وزارت سپارښتنې او وقایوي تدابير په جدي ډول رعایت کړي.

ښاغلي مجروح وویل که خلک اصول رعایت نه کړي نو د افغانستان د نفوس ۸۰ فیصده وګړي به په کروناویروس اخته شي.

"بیا تکراروم چې د ټولنیز واټن ساتل، په حتمي او قطعي ډول له ماسک څخه استفاده، د لاسونو وینځل او له یو بل څخه لرې‌والی هغه اصول دي چې په لږ مصرف زموږ هېوادوال له دغه ویروس څخه خوندي ساتلی شي".

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې‌شنبې ورځې مې ۱۲(غويي۲۳) پورې د نړۍ په کچه نږدې ۲۹۰ زره تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه او ۱۹۴زره پرې اخته شوي.

XS
SM
MD
LG