د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د 'تور قارچ ناروغۍ پېښې پیدا' شوي


د تور قارچ ناروغي
د تور قارچ ناروغي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح وايي د کرونا ویروس ناروغانو کې د (تورفنګس/ یا تور قارچ) ناروغۍ پېښې د پراخېدو په حال کې دي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي که احتیاطي او روغتیايي تدابیر مراعت نشي د کرونا ویروس مثبتې پېښې به نورې هم زیاتې شي.

هغه زیاته کړې: "د کووېډ له اصلي تراژیدي/مصیبت څخه مو خلاصون نه دی موندلی له بلې تراژیدۍ/مصیبت سره مخ شو، د کووېډ -١٩ ناروغانو کې د تور فنګس/قارچ پېښې بدبختانه مخ پر ډېرېدو دي."

نوموړي وویل چې د دغه ناروغۍ درې نمونې په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې تشخیص شوي او په وینا یې سختې نه بلکې متوسطې دي.

تور قارچ څه ډول ناروغي ده؟

د تور قارچ ناروغۍ په افغانستان کې له ډیرو کم پیدا کېدونکو نارغیو څخه ده او تر ډېره په هغو کسانو کې پیدا کیږي چې دفاعي سیستم یې کمزوری وي او یا هم یې بدن یې ویروسي ناروغیو ضعیف کړی وي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په کرونا ویروس، سرطان او شکرې ناروغۍ اخته کسانو کې د دغه ناروغۍ د پیدا کېدو احتمال زیات دی.

دغه ناروغي تر ډېره د ناروغ د بدن پوستکی، مخ، سترګې، سږي او تفنسي سیستم او پزه کې پیدا کیږي او ناروغ د نفس تنګۍ احساس کوي.

د روغتیا وزارت د سرپرست په وینا دغه ناروغي په چټکتیا سره خپریږي. په دغې ناروغۍ کې په نړۍ کې د مړینې کچه څه باندې ۵۰ سلنه ده.

ښاغلي مجروح د روغتیايي لار ښوونو په مراعتولو په ټینګار سره زیاته کړې ده چې د کرونا مخه یوازې د اکسېجن په تولید سره هم نه نیول کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په وینا تر دا مهاله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین شاوخوا یو میلیون ډوزه تطبیق شوي او په راتلونکې اونۍ به له امریکا څخه د جانسن اېنډ جانسن واکسین شاوخوا ١.۵ میلیون ډوزه هم افغانستان ته را ورسیږي.

د نوموړي په وینا د جولاۍ میاشتې په اوږدو کې به افغانستان د (کواکس) ادارې لخوا د هندوستان استرازینکا واکسین شاوخوا ۵٠٠ زره ډوزه هم ترلاسه کړي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې دکرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۲۳۴۶۳ او له دغه ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۱۰۷ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG