د طالبانو د حکومت له خوا د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو د بندیز په دوام د افغانستان په نهو ګرمو ولایتونو کې د چهارشنبې په ورځ سپټمبر شپږم ( وږي ۱۵)، د ۱۴۰۲ لمریز تعلیمي کال هم پیل شو.
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا په تودو سیمو او ولایتونو کې د نوي تعلیمي کال د پیلیدو په اړه په خپل پیغام کې د پوهنې د متوازن پرمختګ ډاډ ورکړی خو د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو د زده کړو پیلیدو ته یې هیڅ اشاره نه ده کړې.
طالبانو د تیرو دوو پرله پسې کلنو لپاره د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو د یوې کړنلارې تر چمتو کولو پورې بندیز لګولی دی.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د اګست ۲۱ ( زمري ۳۰) کابل کې یو کنفرانس ته وویل چې لا هم د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو د زده کړو د پیلیدو لپاره په یوه کرنلاره باندې کار نه دی بشپړ شوی.
د پوهنې وزارت د منابعو اداري مرستیال مولوي صبغت الله وثیق په دې اړه چې دا وزارت به کله د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي خبریالانو ته وویل، چې په اړه د طالبانو د حکومت مشرانو خبرې کړي او دی له هغه څه زیات څه ویل نه غواړي.
ښاغلي وثیق وویل: "ددې موضوع په اړه باندې د اسلامي امارت رهبري او د اسلامي امارت مختلفو وزارتونو او وزیر صاحبانو هغوی وضاحتونه ورکړي دي".
طالبان د ۲۰۲۱ کال دا ګست په ۱۵ افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د خپلې دوه کلنۍ واکمنۍ کې یې د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره جلا جلا دلیلونه وړاندې کړي دي.
د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین قاري محمد یونس راشد د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له قوله ویلي، چې لا هم په افغانستان کې د نجونو زده کړو لپاره زمینه نه ده برابره شوې.
د طالبانو حکومت پر نجونو د زده کړو ددغه بندیز سربیره د ۲۰۲۲ کال په وروستي اونۍ کې په پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.
د طالبانو له حکومت د نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول غوښتنو سره سره تراوسه ښځو او نجونو ته د زده کړو د بیا پیلولو اجازه نه ده ورکړې.
د پاملرنې نړیواله موسسې (Care International) په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د هغو نجونو شمیر، چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تللو له عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښځوونځیو بهر دي ۸۰ فیصدو یا ۲.۵ میلیونو نجونو ته رسیږي.
د پاملرنې موسسې د اګست ۲۱ (زمري ۳۰) په راپور کې چې ددغې موسسې انټرنیټي پاڼه باندې خپور شوي ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې په کې د نجونو او ښځو په زده کړو بنندیز لګیدلی دی.
دغې موسسې ښوونځیو ته د نجونو او پیغلو پر زده کړو بندیز اقتصادي زیان افغانستان لپاره ۵.۴ میلیارده ډالرښودلی دی.
پاملرنې موسسې په دغه راپور کې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کله چې حکومت بدل شو ډیر ښوونځي وتړل شو او له هغې وروسته میاشتو کې د هلکانو او تنکیو ځانانو لپاره ښوونځي بیرته په تدریجي ډول پرانیستل شو، خو ددې سره سره چې د نجونواو ښځو د ښوونیزو موسسو د پرانیستلو لپاره پلان و، دا کار ونشو".
پاملرنې موسسې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال سپټمبر په میاشت کې د طالبانو حاکمو چارواکو د دولس کلنو څخه د پورته عمر لرونکو نجونو لپاره ټول رسمي روزنیز مرکزونو او ښوونځو د زده کړو بهیر وځنډوه، چې له امله ۱.۱ میلیون نجونې او پیغلې نجونې له رسمي زده کړو محرومحې شوې".
دا اداره وايي، چې د طالبانو حکومت ددې پریکړې په تعقیب د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو زده کړې تر امرثاني وځنډولې، چې له امله یې تر سل زرو پورې ښځینه زده کوونکې چې په دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو کې په زده کړو بوختې وې اغیزمنې شوې".
د پاملرنې موسسه وايي، په افغانستان کې زده کړو ته د ماشومانو لاس رسی تل د یو لوی ګواښ په توګه مطرح و.
جګړي مهاجرتونه، بې ځایه کیدل او طبیعي نارورینیونو په دغه هیواد کې لوږه لا پراخه کړې ده، چې د نورو پرتله نجونو ته یې وضعیت لا ستونزمن کړی دی او د نږدې ۳۰ فیصده نجونې هیڅکله لومړینو ښوونځیو کې شاملې شوې نه دي.
د پاملرنې موسسې په دې راپور کې هغو نجونو ته چې هیڅکله ښوونځیو ته نه دي تللي هغوی ته د زده کړو په برابرولو کې د کلیوالي ښوونځیو اهمیت یادونه کړې او ویلي دي، چې ډیرو دغسې نجونو ته په کلیوالي ښوونځیو کې د لیک لوست د یادونې او لومړنیو زده کړو زمینه برابره شوې ده.
فورم \ دبحث خونه