د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د سنيانو او شیعه ګانو ګډ جومات پرانیستل شو


مسجدالنبي د امریکا په ویرجینیا ایالت کې پرانیستل شوی
مسجدالنبي د امریکا په ویرجینیا ایالت کې پرانیستل شوی

مسجدالنبي د هغه اسلامي مرکز نوم دی چې په دې وروستیو کې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د شیعه او سني مذهبو مسلمانانو د یووالي په هدف پرانیستل شوی دی.

ددې جومات په جوړولو شاوخوا ۱۲ کاله لګېدلي. ددې اسلامي مرکز طراح انجنیر رضا افشار وايي چې دا جومات د ټولو مسلمانانو پر مخ خلاص دی. هغه وويل: "کله چې دې جومات ته ننوځئ، تاسو د سکون احساس کوئ. د جومات دننه په ښکليو اسلامي انځورونو سينګار شوی دی."

دا جومات د ویرجینیا د فیرفکس په سیمه کې جوړ شوی چیرې چې د مسلمانانو، هندوانو او بودایانو په ګډون د بېلا بېلو ادیانو او مذهبونو ګڼ شمېر پیروان اوسیږي.

د فیرفکس د محلي حکومت چارواکو او د متحده ایالاتو د کانګرس یوې غړي چې د نبي جومات د پرانیستنې په مراسمو کې برخه اخیستې وه، پدې سیمه کې د بېلا بېلو ادیانو او مذهبونو د پیروانو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د نبي جومات یو رضاکار حسین ناهیدیان وايي، دغه اسلامي مرکز په ځانګړي ډول د ځوان نسل تر منځ د یووالي د زیاتولو په هدف جوړ شوی دی. هغه وويل: "دلته د ټولو مذهبونو او اسلامي افکارو ځوانانو ته فرصت برابر شوی چې سره راټول شي او د يو بل منل او درناوی زده کړي."

د دغه جومات مسولينو د ښځو او ځوانانو لپاره بیلابیل پروګرامونه په لاره اچولي دي.

د جومات رضاکاره وحیده عباسي هم وايي چې دغه اسلامي مرکز پر ځوانانو باندې ډېر تمرکز کوي. هغې وويل: "دلته د دیني مضامینو او ژبې د تدریس ټولګي جوړ شوي دي، ترڅو ځوانان زده کړې ته وهڅول شي او د اسلام او يووالي په اړه معلومات ترلاسه کړي."

عباسي زیاتوي چې پدې جومات کې به ځوانانو ته د مذهبونو د عبادت د اصولو سربیره د یووالي او پیوستون درس ورکول کیږي.

د نبي جومات مسوولین وايي، د روژې په میاشت کې یې د خپلو سني او شیعه مراجعینو دپاره د روژه ماتي پروګرامونه پلان کړي، څو د دوی ترمنځ د افکارو د تبادلې او متقابل تفاهم زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG