د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ وټپور کې د پولیو نوې پيښه ثبت شوې


افغانستان، پاکستان او نایجریا درې هیوادونه دي، چې لا هم ماشومان په کې د پولیو د ویروس د ګواښ سره مخ دي.
افغانستان، پاکستان او نایجریا درې هیوادونه دي، چې لا هم ماشومان په کې د پولیو د ویروس د ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ ( غبرګولي ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه مثبته پيښه یې د کونړ ولایت د وټپور په ولسوالۍ کې تازه ثبت کړې، چې ورسره په روان میلادي ۲۰۱۹ کال کې د پولیو د پيښو شمیر اتو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د خپل ټویټر په پاڼه په وټپور ولسوالۍ کې د پولیو مثبته پیښه تائید کړې او ویلي دي، چې په دغه ولسوالۍ کې یو درې میاشتنی ماشوم د دغې ناروغۍ له امله فلج شوی دی.

ډاکټر مایار ویلي" په واټپور ولسوالۍ کې ګڼې سیمې د پولیو واکسین دکمپانونو له لاسرسي څخه بهر دي او شاوخوا ۸۵ سلنه د هدف وړ ماشومان په تیر کمپاین کې چې د اپریل په میاشت کې پلي شو، د لاسرسي وړ نه وه".

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تیره میاشت په دغه ولایت کې د ۹۸۲۱ ماشومانو له جملې څخه، ۸۵۰۰ ماشومان د پولیو د واکسین څخه پاتې شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې تراوسه د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ټولې اته پیښې ثبت شوي دي.

د دغو پیښو شپږ یې په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په نړۍ کې په درې هیوادونو کې، چې افغانستان، پاکستان او نایجریا په کې شامل دي اوس هم ماشومان د پولیو د ویروس ګواښ سره مخ دي.

تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ پیښې ثبت شوې وې.

د تیرکال په څیر سږکال هم تراوسه په افغانستان کې د پولیو ډیرې بيښې پاکستان سره په سرحدي ولایتونو کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG