د لاس رسي وړ اتصالات

د "افغانستان لوی ملي ائتلاف" په نوم سیاسي آئتلاف جوړ شو


د سیاسي ګوندونو په دغه ائتلاف کې یو شمیر سیاسي ډلې او سیاسي شخصیتونه برخه لري.
د سیاسي ګوندونو په دغه ائتلاف کې یو شمیر سیاسي ډلې او سیاسي شخصیتونه برخه لري.

د " افغانستان لوی ملي ائتلاف" چې د " افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف" په نوم د دریو ګوندونو په نوښت یو شمیر نورسیاسي ګوندونه او سیاسي شخصیتونه په کې شامل دي، نن د پنجشنبې په ورځ ( زمري ۴ مه) کابل کې په یوه غونډه کې د دغه ائتلاف د مشرانو له خوا د نوي سیاسي خوځښت په توګه اعلان شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د ملی اسلامي جنبش ګوند ، بهرنیو چارو د وزیر د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند د دغه ائتلاف اصلي غړي دي، چې دمخه یې د " افغانستان د ژغورنې ملي ائتلاف" په نوم په ترکیه کې یو ائتلاف جوړ کړی وو.

د دغه نوي ائتلاف د اعلان په غونډه کې د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انوارلحق احدي د ملي محور مشر رحمت الله نبیل او یو شمیر سیاسي شخصیتونو، چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول، د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون، د دغې جرګې غړي حاجي ظاهر قدیراو یو شمیر نور شخصیتونه په کې هم حاضر وو.

د ائتلاف مشرانو د جمهور رئیس محمد اشرف غني پر حکومت انتقادونه وکړل او ویې ویل، چې د هغه د حکومت د ځینو پالیسو له امله دوی د دغه ائتلاف جوړولو ته اړ شول.

د ائتلاف دغو مشرانو وویل، هڅه به وکړي، چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره هم د نظر یوالی رامنځ ته کړي.

همداشان هغوی وویلو چې نورې سیاسي ډلې به هم په خپل ائتلاف کې شاملولو ته وهڅوي.

د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي د ګوند اجرائیوي رئیس عطا محمد نور دې غونډې ته وویل، چې که غواړو چې سبا پاتې شوو نو باید نن سره یوځای شو.

هغه پر افغان حکومت غږ وکړ،چې د دغه ائتلاف مشرانو غوښتنو ته دې غوږ ونیسي.

ښاغلي نور وویل " مونږ ته د جنګ سالار د ویلو څخه چې غواړي پر مونږ تور پورې کړي باک نه لرو، مونږ غواړو د همدې جنګ سلار اواز، چې ته یې وایي، د همدې بې سواد اواز، چې ته یې وايي، د همدې تحصیل ترلاسه کړي ملت او هغوی، چې د زده کړو ترلاسه کولو توان یې نه درلود د همدې فقیر ملت، چې د اوبو د نشتون له امله یوه اونۍ غسل نه کوي واوره".

ښاغلي نور همدارنګه وویل چې، د دغه ائتلاف اساسي کړنلاره به په راتلونکو څو ورځو کې جوړه او اعلان شي.

دې غونډې ته د دغه ائتلاف یو شمیر نورو مشرانو، چې حاجي محمد محقق او انوارالحق احدي هم په کې شامل وو، ویناوې وکړې.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق خلکو ته ډاډ ورکړ، چې نوی ائتلاف به د افغانستان د ورانۍ لپاره کار ونه کړي.

ښاغلي محقق وویل "نن زموږ د هیواد دغه ستر سیاسي جوړښت رامنځ ته شو...له دې دي څوک نه ډاریږي چې، دا ټول جریانونه ځکه ټول شوي چې خدای مکړه کوم غلط کار به وکړي نه، لکه څنګه چې وویل شول په افغانستان کې د یو شمیر تشو د ډکولو لپاره دا ائتلاف جوړ شوی دی".

د دغه ائتلاف د مشرانو په باور، احزاب نه یوازې د جګړې په دریدلو کې بلکه د دیموکراسۍ په دودولو کې مهم رول لوبولی شي.

د نوي ائتلاف ذ پرانیستلو غونډه کې که څه هم د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون کړی وو، خو دا ډواړه چارواکي غونډې ته د خبرو وړاندې د غونډې له ځایه ووتل او ویناوې يې ونه کړې.

XS
SM
MD
LG