د لاس رسي وړ اتصالات

د نفوس شمیرنې لپاره د افغان حکومت نوي اقدامات


د افغانستان کابینې د نفوس شمیرنې نوې طرحه په پرنسیپ کې تائید کړې ده.
د افغانستان کابینې د نفوس شمیرنې نوې طرحه په پرنسیپ کې تائید کړې ده.

افغان حکومت وايي، چې د یوې نوې طرحې پر بنسټ به د سټلایټ له لارې د افغانستان د نفوس شمیرنه ترسره شي.

د افغانستان د مرکزي احصایې ادارې د دغه هیواد د نفوس د نوي اټکل طرحه، د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې ته وړاندې کړه.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې کابینې یاده طرحه په پرنسیپ کې تائید کړې ده.

د مرکزي احصایې ادارې چارواکي وايي، چې د دغې طرحې پر بنسټ به د افغانستان د نفوس اټکل له 'ریموټ سنسنګ سیستم' یا سټلایټ څخه په استفادې ترسره شي.

په بیان کې راغلي "کابینې د مرکزي احصائیې ادارې رئیس ته دنده وسپارله چې په شپږو اوونیو کې د هېواد د نفوس اټکل د اړوندو وزارتونو او بین المللي ټولنې د نفوس سروې له شمېرو سره همغږی او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د نفوس شمېرلو میکانیزم له متخصصینو او د نظرخاوندانو سره مطرح او د نفوس د اټکل په موخه یو واضح فورمول تعیین او پر بنا یې د هېواد نفوس مشخص کړي او نهایي طرحه دې د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي".

په دې غونډه کې د کابینې غړي موظف شوي، تر څو د یادې طرحې د بډاینې لپاره په درې ورځو کې خپلې پوښتنې، نظریات او بشپړونکي وړاندېزونه د مرکزي احصایې ادارې ته واستوي.

د اټکل له مخې افغانستان شاوخوا دیرش میلیونه نفوس لري، چې ډیره برخه یې ځوانان جوړوي.

XS
SM
MD
LG